پیاوړی او نامتو اکاډمیک
انجنیر عبدالقادرمسعود انجنیر عبدالقادرمسعود

دهالنډ په هیواد کی د یوه پیاوړی او نامتو اکاډمیک افغانی ځوان شخصیت له خوا د طبی علومو په برخه کې د فوق العاده دوکتورا څخه برمیاله دفاع تر سره شوه       

 

د  (۲۰۱۰)میلادی کال د دسمبر په (۲۲) نیټه له غرمی وروسته په یوه نیمه بجو د هالینډ د خروننګین د ولایت په پوهنتون کی د خارق العاده او لوړ استعداد لرونکی علمی شخصیت ښاغلی بختور محمودی د علمی او لوړو تخصصی لاسته راوړنو په اړوند  پرتمینه غونډه جوړه شوی وه .

نوموړی غونډه د ټاکلی سناریو او پروګرام سره سم پیل شوه .

د غونډی لومړی برخه دخروننګین د پوهنتون د (۱۱) تنو پروفیسرانو او (۲) تنو علمی شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه .

د غونډی دویمه برخه د ماښامنی ډوډی او په زړه پوری هنری کنسرت ته ځانګړی شوی وه .

د غونډی په لومړی پړاو کی د پوهنتون ریس د (۱۳)تنو علمی او تخصصی شخصیتونو سره یو ځای د غونډی تالار ته راننوتل او ورپسی ښاغلی داکتر بختور محمودی چی د دووتنو هالینډی استاذانو له خو یی ملتیا کیده دغونډی تالار ته راغلل .

غونډه دیوه هالینډی پروفیسر په مشری پیل شوه او د ښاغلی  داکتر بختور محمودی دخارق العاده کارونو او نویو کشفیاتو په اړوند چی د طبی علومو په تخصصی او علمی مجلو کی خپاره شوی دی دغونډی برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړل او له ښاغلی داکتر بختور محمودی څخه یی مننه وکړه او هغه ته یی د دغو سترو بریو له کبله مبارکی وویله .

 

 

 

ورپسی بیلابیلو پروفیسرانو په خپل وار سره له ښاغلی  داکتر بختور څخه د طبی نویو کشفیاتو او دهغه علمی کتاب په هکله چی د ده له خوا لیکل شوی پوښتنی وکړی چی ښاغلی داکتر بختور په سړه سینه او پوره اکادمیک حاکمیت ټولو پوښتنو ته قانع کوونکی علمی ځوابونه وړاندی کړل چی دغونډی د برخه والو له خوا د پرله پسی چکچکو او خوښی په څرګندولو سره یی هرکلی وشو.

 

 

په غونډه کی د لسو دقیقو په ځنډ سره مشخص علمی کمیسون د ښاغلی داکتر بختور نویو طبی کشفیاتو او دهغه په اړوند ځوابونه وارزول او د کمیسون ریس په علمی او مسلکی کلماتو سره د ښاغلی داکتر بختور علمی بریاوی وستایلی او د دکتورا ویاړلی دپلوم یی هغه ته د غونډی د برخه والو د تودو ولولو په څپوکی وسپاره .

 

 

 

 

دمحترم بختور نوي کشفیات دامریکایي اوانګلیسي په معتبرواو علمي مجلو کې )خپور شوي دي.Circulation, J Thromb Haemost, JAMAلکه (

 

 

د غونډی لومړی برخه د کمیسون د ریس د وینا په اورولو سره پای ته ورسیده .

ورپسی دغونډی برخه وال د پوهنتون موظفو کارمندانو استاذانو له خوا دویم تالار ته د مازدیګرنی لپاره وبلل شول چی دهغه په ترڅ کی د غونډی برخه والواو د داکتر بختور مینه والو د ګلانو د ګیډیو او سوغاتونو په ډالی کولو سره هغه ته د مبارکی مراتب وړاندی کړل له هغه وروسته د غوڼدی زیاتره برخه وال د ترس لینګ هاوز په هوټل کی د ماښامنی ډوډی دخوړلو او په زره پوری کنسرت ته وبلل شول .

 

 

د کنسرت په پیل کی دښاغلی بختور محمودی پلار ښاغلی ظفر محمودی د غونډی برخه والو ته ښه راغلاست او کور ودانی وویله او دخپل زوی د لوړ استعداد په هکله یی په زړه پوری معلومات وړاندی کړل له هغه وروسته دپیاوړی او نوښتګر شاعر ښاغلی الهام الدین قیام هغه شعر چی د ښاغلی بختور محمودی د علمی بریاوو د ستاینی په هکله یی رالیږلی و د تکړه او پیاوړی ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبري له خوا دکلمه او واورول شو چی د غونډی د برخه والو د تودو چکچکو  او شاندارو ولولو په څرګندولو سره بدرګه شو.

همدغه شعر دخوږ اوازه او پیاوړی هنرمند ښاغلی یارمحمد په ښکلی هنری کمپوز سره د موسیقی په څپوکی واوروه .

 

 

همدا راز په غونډه کی په هالینډ کی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازی ښاغلی عنایت الله نبیل پیغام د نوموړی سفارت د سیاسی دفتر د آمر ښاغلی شفیع الله خاوری له خوا واورول شو..

په پیغام کی دښاغلی بختور محمودی سترو بریو له امله د مبارکی او خوښی مراتب وړاندی شول او خپل ګران هیواد افغانستان ته یی د هغه د لازیاتو خدمتونو د ترسره کولو هیله څرګنده کړه ورپسی ښاغلی یعقوب بهروز د هیواد د یوه تکړه او غښتلی ژورنالیست په توګه خپل د مبارکی  او خوښی مراتب څرګند کړل او د افغانانو د ذاتی او فوق ا لعاده استعدادونو په اړوند یی لنډی خبری وکړی .

زموږ د هیواد پیژندل شوی هنرمند ښاغلی یارمحمد د خوښی مراتب وړاندی کړل او په خپلو خوږو سندرو او مستو اتڼیزو نغمویی د غونډی خوښی او پرتم لا زیات کړ.

همدا راز پدغه غونډه کی یو شمیر هالینډیانو د په زړه پوری کوراس او خوږی ترانی په وړاندی کولو سره د ښاغلی بختور محمودی د علمی او تخصصی کارونو څخه ستاینه او خوښی څرګنده کړه  چی د غونډی له خوا یی تود هرکلی وشو همدا راز یو تن هالینډی استاذ د ښاغلی بختور د ځانګړی استعداد او غوره اخلاقو په هکله ډیری په زره پوری او خوږی خبری وکړی چی دهغه په وړاندی ښاغلی بسم الله اکبري د هالینډی استاذانو دخواخوږی او مینی څخه مننه وکړه او د افغانستان د لرغونی تاریخ د ځینو سترو فرهنګی فلسفی او نابغه شخصیتونو په یادونی سره یی په ګران هیواد افغانستان کی د بشپړ سولی د تامین او د نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړیدو هیله وکړه .

د غونډو لړی د هیواد پیاوړی عکاس او کمره مین ښاغلی انجنر سید محمدبشیر حسینی له خوا عکاسی شوی او دهغه په زره پوری فلم به په ډیر نیږدی وخت کی ټولو پوهنتونونو او نورو اکادمیکو موسساتو ته وړاندی شی .

ښاغلی بختور محمودی(۱۹۸۳ ) کال د اپریل په (۱۴) نیټه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په ولسوالی کی زیږیدلی دی هغه (۱۸) کلن و چی د خپلی کورنی سره یوځای راګدوال شو او په خپل ځواکمن او خارق العاده لوړ استعداد سره یی وګولای شول چی په لنډه موده کی هالینډی او انګلیسی ژبی په علمی سطحه زده کړی او په (۲۷) کلنی کی یی پخپلو کارنده او رغنده هڅو سره ماسټری او د طب په ډګر کی دوکتورا ترلاسه کړه . 

چی موږ ټولو افغانان پری ویاړو او هغه ته د لازیاتو بریو او همیشنی روغتیا هیله کوو.

 

په درنښت او ادب : انجنر عبدالقادر مسعود

 

 

 

 

 

 

 

ګذارش دفاعیه دوکتورای فوق العاده یکی از نخبه ګان شایسته عرصه علوم طبی در کشورهالند       

 

بتاریخ (۲۲) دسمبر سال (۲۰۱۰) میلادی ساعت (۱،۳۰) بعد از ظهر محفلی به خاطر ګرامیداشت شخصیت خارق العاده علمی و تخصصی محترم( بختورمحمودی) در پوهنتون ولایت (خرونینګین) کشور هالند برپا ګردیده بود. این محفل مطابق با برنامه و سناریوی تهیه شده به کار خود آغاز نمود. محفل به دو بخش تقسیم شده بود. بخش اول دفاعیه دوکتورا محترم (بختور محمودی) با حضور داشت (۱۱ نفر) پروفیسوران و (۲ نفر) شخصیت های علمی پوهنتون (خرونینګین) تنظیم ګردیده بود. بخش دوم مراسم صرف طعام وکنسرت افعانی به خاطر استقبال ازین رویداد خجسته و پرافتخارترتیب یافته بود.

در قسمت اول محفل  ریس پوهنتون با (۴نفر) چهره های علمی وتخصصی وارد تالار ګردیدند، متعاقبا محترم (بختور محمودی) که با دو نفر همکاران هالندی خود بدرقه میګردید به تالار داخل شد. محفل تحت سرپرستی ریس مجلس به کار خود آغاز نمود. درین محفل ریس مجلس از کشفیات جدید و از کار های خارق العاده محترم بختور که در مجلات فوق العاده علمی وتخصصی عرصه طبی نشر ګردیده است به محفل ګذارش اراهه نمود و از محترم بختور ابراز سپاسګزاری کرده و برایشان این موفقیت بزرګ را تبریک ګفتند.

 

 

 

بعدا پروفیسورانی که در مجلس حضور داشتند هریک به نوبه خود درارتباط کشفیات جدیدی محترم بختوروکتابی که در عرصه طبی تحریر نموده اند پرسش های ګوناګون مطرح کردند.

 

 

محترم بختوربا بسیار خونسردی وحاکمیت تمام به پرسش ها پاسخ های قانع کننده علمی وتخصصی اراهه نمودند که مورد استقبال و کف زدنهای پیهم اشتراک کننده ګان محفل قرار ګرفتند. درین محل چهره های علمی، ادبی وفرهنګی هالندی و افغانی حضور داشتند. متعاقبا برای (ده) دقیقه یک وقفه اعلان ګردید.کمسیون مربوط کشفیات جدید و پاسخ های محترم بختور را درین زمینه تحت غوروبرسی قرار دادند، بعد از ارزیابی همه جانبه، ریس محفل به کار خود دوباره آغاز نمود. درین قسمت ریس کمسیون با الفاظ دقیق علمی و مسلکی از کشفیات جدید و کارکردهای محترم بختورکه در مجلات علمی معتبرامریکایی وانګلیسی به  )نشرګردیده است، تقدیربعمل  Circulation, J Thromb Haemost, JAMA نامهای(

 آورده ودیپلوم دوکتورا او را برایش تقدیم نمود، که با شوروهیجان همه جانبه حضار استقبال ګردید، وقسمت اول محفل با صحبت ریس کمسیون  تمام شد.

 

 

در قسمت دوم محفل از طرف کارمندان موظف پوهنتون دعوت بعمل آمدتا اشتراک کننده ګان محفل به خاطری صرف عصریه کوچکی به تالار دوم تشریف ببرند، تمام دوستان وهمکاران محترم بختوربا ګل های زیبا وتحایفی که با خود آورده بودند با عرض تبریکات صمیمانه هر یک به نوبه خودنزد بختور رفته ګل ها و تحایف خود را با او تقدیم نمودند.

 

 

 

 قابل یادآوری است که از جریان محفل و کنسرت فلمی توسط انجنیرسید محمد بشیر حسینی که یکی از کمره مین های پروفیشنل و با استعداد رادیوتلویزون کشور ما است تهیه ګردیده که انقریب به دسترس پوهنتون ها و موسسات علمی، تخصصی واکادمیک داخل و خارج کشور ما قرار خواهد ګرفت. بعدا همه اشتراک کننده ګان محفل به هوتل (ترس لینګ حوض) در (خرونینګین) رفته و در آنجا به خاطر صرف طعام و کنسرت جالب و دیدنی که با هنرنمایی هنرمند محبوب وخوش آواز (استاد یارمحمد) اجرا ګردید اشتراک نمودند.

 

 

 

درابتدا کنسرت پدر بختورمحترم ظفرمحمودی با سپاسګزاری وتشکرات از حضور اشتراک کننده ګان درین محفل خیرمقدم ګفته و در مورد پسر خود چند کلمه به عرض رسانید.متعاقبا قطعه شعری شاعری توانا کشور مامحترم الهام الدین قیام که در وصف استعدادخارق العاده محترم بختورمحمودی سروده شده بود توسط بسم الله اکبری که یکی ار ژورنالیست های با استعداد و مجرب کشورما است با شوروهیجان دکلمه ګردید.درین محفل پیام عنایت الله نبیل سفیرکبیرونماینده فوق العاده جمهوری اسلامی افغانستان در هالند توسط شفیع الله خاوری آمر دفترسیاسی سفارت قراءت

ګردید. در پیام مراتب تبریکات و موفقت ها و خدمات بعدی محترم بختوربه وطن اصلی شان افغانستان ګنجانیده شده بود.متعاقبا محترم یعقوب بهروز باشنده ولایت (خرونینګین) که یکی از ژورنالیسان ورزیده  ومحترم استادیارمحمدکه از جمله هنرمندان محبوب کشور ما است مراتب تبریکات خود را به حضوربختور و والدین محترم بختور تقدیم نمودند.کنسرت آغاز ګردید واشتراک کننده ګان از کنسرت لذت بردند، بعدا ګروپی از هالندی ها که هر یک ورقی در دست داشتندبالای ستیژ حضور یافتند وبا اجرای یک (کورس وترانه)از کار کرد ها علمی وتخصصی محترم بختوراستقبال نمودند ودر رنکین ساختن محفل افزودند.

آقای بختور محمودی در(۱۴)اپریل سال(۱۹۸۳)درولایت خوست درولسوالی اسماعیل خیل چشم به دنیا ګشوده و در سن (۱۸) سالګی با فامیل خوددر کشور هالند پناهنده ګردیده است. بنابر استعداد خارق العاده وسرشارخود او توانست که زبان هالندی و انګلیسی را بیاموزد ودر سن(۲۷) سالګی دیپلوم ماستری و دوکتورای خود را به طوری فوق العاده اخذ نماید، که مایه افتخارهمه هموطنان وکشوری باستانی ما افغانستان میباشد.


December 24th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها